ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، ښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو له حماس غورځنګ سره د بندیانو د مبادلې دتړون دترسره کولو او د وارمخکې انتخاباتو غوښتنې کولې.
دغو مظاهره کونکو صهیونیسټانو د بنیامین نتیاهو کابینه ، د تخریب او ورانۍ کابینه بللې او د ؛ تخریب کابینې دخلکو اعتماد له لاسه ورکړی دی، په څير په شعارونو سره د نتنیاهو د کابینې د ختمولو غوښتونکي شول .
مظاهره چیانو د کنسټ په وړاندې له مظاهرې کولو مخکې په لویدیځي بیت المقدس کې د اسرائيلي رژيم د مشر اسحاق هرټزوک دکور په وړاندې هم غونډه وکړه.
د صهیونیست رژیم پولیسو د اوبو پاشونکو ګاډو څخه په استفادې سره هڅه وکړه څو د نتن یاهو د کابینې په ضد مظاهره وځپي.
مظاهره چیانو د نتنیاهو په وینو ککړ انځورونه هم له ځان سره وړل چې په انګریزئ او عبري ژبو پرې لیکلي وو، شریر شیطان ، دوي دغه راز د صهیونیسټي پوځ وروستي جنایتونه او سروزورئ او له حماس سره له خبرو اترو څخه ډډه کول هم په سخته محکوم کړل..